د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو غونډه
Sep 09, 2024 14:01 Asia/Kabul
ټاکل شوې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا نن دوشنبه د افغانستان په اړه خپله ۵۷مه غونډه وکړي.
د افغانستان د حالاتو څیړل او د دغه هیواد د خلکو لپاره د طالبانو له خوا طرحه شوي قوانین یو له هغو مهمو موضوعاتو څخه دي چې په دې غونډه کې به پرې خبرې وشي.
د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی ریچارډ بنیټ چې د طالبانو له خوا افغانستان ته له تګ منع شوی و، خو نومړی نن ماښام د افغانستان د وضعیت په اړه خپلې وروستۍ موندنې دغې شورا ته وړاندې کوي.
بنت ویلي چې د افغانستان د بشري وضعیت په اړه به خپل ماموریت ته له افغانستان نه د باندې دوام ورکړي.