د اسټرالیا هیواد ځینو پوځي قوماندانانو خپل میډالونه وبایلل
زمونږ خبریال راپور راکړی د استرالیا ځینو پوځي قوماندانانو په افغانستان کې د جنګي جنایتونو له امله خپل مډالونه له لاسه ورکړل.
د اسټرالیا د دفاع وزیر ریچارد مارلز وایي، د یو شمېر هغو افسرانو جایزې یې لغوه کړي چې په افغانستان کې یې تر څارنې لاندې جنګي جنایتونه شوي دي.
ریچارډ مارلز نن اعلان وکړ چې دا پرېکړه په افغانستان کې د دغه هېواد د پوځي قومندانانو د جنګي جنایتونو په اړه د ځواب ورکړې په لړ کې شوې ده.
نوموړي زیاته کړې: «زما پرېکړې د بریټون د راپور له موندنو او وړاندیزونو سره سمې دي.»
الجزیرې لیکلي چې د اسټرالیا دغه لوړ پوړي دفاعي چارواکي د هغو افسرانو کره شمېر نه دی ښودلی چې خپل مډالونه یې له لاسه ورکړي دي.
خو ځايي رسنیو راپور ورکړی چې احتمالاً د اسټرالیا ۱۰ پوځي قوماندانان به له دې پرېکړې وروسته خپلې جایزې له لاسه ورکړي.
څو میاشتې وړاندې د اسټرالیا حکومت د دغه هېواد د پوځ مخکینی وکیل ډېوېډ مکبرایډ په افغانستان کې د دغه هېواد د ځانګړو ځواکونو د «جنګي جنایتونو» په تړاو خبریالاتو ته د پټو پوځي اسنادو د ورکولو په تور پر پنځه کاله او اتو میاشتې بند محکوم کړی و.
د «بریټون» څلور کلنو څېړنو له مخې، د اسټرالیا ځانګړو ځواکونو د ۲۰۰۵ او ۲۰۱۶ کلونو تر منځ په افغانستان کې ۳۹ ولسي بندیان وژلي وو.
دا څېړنه په ۲۰۲۰ کال کې خپره شوې وه.
تېر کال د اسټرالیا د دفاع وزیر هم ویلي وو، چې د دغه هېواد حکومت په افغانستان کې د جګړې د جرمونو قربانیانو ته د ګرمې د ورکولو پر بېلابېلو لارو چارو غور کوي.
د نږدې یو کال په تېرېدو سره، تر اوسه دا طرحه عملي شوې نه ده.