نن په ناروې کې د افغانستان سفارت تړل کېږي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i152320-نن_په_ناروې_کې_د_افغانستان_سفارت_تړل_کېږي
د رسنیو د خبر له مخې، د ناروې په پلازمېنه اوسلو کې د افغانستان سفارت نن رسما تړل کېږي او ودانۍ به یې د ناروې د بهرنیو چارو وزارت ته وسپارل شي.
(last modified 2024-09-12T09:42:49+00:00 )
Sep 12, 2024 14:08 Asia/Kabul
  • نن په ناروې کې د افغانستان سفارت تړل کېږي

د رسنیو د خبر له مخې، د ناروې په پلازمېنه اوسلو کې د افغانستان سفارت نن رسما تړل کېږي او ودانۍ به یې د ناروې د بهرنیو چارو وزارت ته وسپارل شي.

له دې امله ویل کېږي چې په ناروې کې د افغانستان د سفارت کارکوونکي، د دې سفارت ودانۍ چې په اوسلو کې ده او د افغانستان ملکیت ګڼل کېږي، د ناروې د بهرنیو چارو وزارت ته سپاري.

ویل شوي چې په نږدې دوو اونیو کې، په لندن کې به هم د افغانستان سفارت د سپټمبر په اووه ویشتمه وتړل شي.

په لندن او اوسلو کې د افغانستان سفارتونه په داسې حال کې تړل کېږي، چې د طالبانو حکومت د جولای په دېرشمه اعلان وکړ چې، د ناروې او انګلستان په ګډون، په څوارلسو هېوادونو کې د افغان سفارتونو له خوا وېشل شوي اسناد اعتبار نه لري.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو حکومت د هېڅ هېواد له لورې، په رسمیت نه دی پېژندل شوی.