داعش ترهګرې ډلې د افغانستان ۱۴ هزاره غړي ووژل
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i152342-داعش_ترهګرې_ډلې_د_افغانستان_۱۴_هزاره_غړي_ووژل
مهر خبري اژانس راپور راکړی د افغانستان په غور ولایت کښې په ترهګرې حملې کښې څوارلس هزاره غړي ووژل شول.
(last modified 2024-09-13T03:04:03+00:00 )
Sep 13, 2024 07:29 Asia/Kabul
  • داعش ترهګرې ډلې د افغانستان ۱۴ هزاره غړي ووژل

مهر خبري اژانس راپور راکړی د افغانستان په غور ولایت کښې په ترهګرې حملې کښې څوارلس هزاره غړي ووژل شول.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت وویل د افغانستان په غور ولایت کښې د دایکندي ولایت په شیعه مسلمانانو باندې د یوشمیر نامعلومو وسله والو کسانو په حملې کښې څوارلس کسان مړه او شپږ نور ژوبل شول.

په دایکندي کښې سرچینو وویل د دغه ولایت د سنګ تخت او بندر ولسوالۍ یوشمیر وسیدونکي چې د کربلا د زیارتوالو هرکلي ته ورغلي وو له غور ولایت سره په سرحدي سیمو کښې د وسله والو ترهګرو له حملې سره مخامخ شول.

داعش وهابي صهیونیسټي تکفیري ټروریسټي ډلې په ټیليګرام اینټرنیټ پاڼه کښې د دغه حملې مسوولیت پرغاړه اخیستی دی.

دا لومړی ځل نه دی چې داعش وهابي ترهګره ډله د مسلمانانو په تیره بیا د افغانستان د شیعه  مسلمانانو پرضد بریدونه کوي.

له دې مخکې هم داعش وهابي ډلې څو ځله د افغانستان د شیعه مسلمانانو په جوماتونو او امامباړو باندې حملې کړي دي او سلګونو بې ګناه مسلمانان یې شهیدان کړي دي.

دا په داسې حال کښې دي چې د طالبانو حکومت ادعا کوي چې په افغانستان کښې داعش ترهګره ډله له مینځه وړل شوي ده او نور د دغه ډلې لخوا خلکو ته ګواښ نشته.