اسلامي ایران په افغانستان کښې د درملو کارخانه جوړوي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i152360-اسلامي_ایران_په_افغانستان_کښې_د_درملو_کارخانه_جوړوي
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د افغانستان رسنیو په بلخ ولایت کښې د ایران د درملو د کارخانې د جوړولو خبر ورکړ.
(last modified 2024-09-13T05:47:16+00:00 )
Sep 13, 2024 10:09 Asia/Kabul
  • اسلامي ایران په افغانستان کښې د درملو کارخانه جوړوي

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د افغانستان رسنیو په بلخ ولایت کښې د ایران د درملو د کارخانې د جوړولو خبر ورکړ.

د افغانستان د بلخ ولایت د والې له مرستیال سره د ایران د اسلامي جمهوریت د سرکنسول په شمول د ایران د اسلامي جمهوریت د درملو د جوړولو شرکتونو له کتنې وروسته دواړو لورو د درملو د یوې کارخانې د جوړولو په هکله موافقه وکړه.

د بلخ د والي مرستیال په دغه دوه اړخیزه کتنه کښې له ایران سره د افغانستان د سرپرست حکومت د هر ډول ملګرتیا په هکله د ډاډ په ترڅ کښې وویل حاضردمه په افغانستان کښې امنیت تامین شوی او تهران کولای شي د افغانستان له سیاستونو سره سم پانګونه وکړي.

د دغه کارخانې جوړول به د افغانستان د درملو نوي(۹۰) فیصده مشکلات حل کړي.