افغان ښځې د ګټې‌وټې لپاره ډېر لږ فرصتونه لري
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i152834-افغان_ښځې_د_ګټې_وټې_لپاره_ډېر_لږ_فرصتونه_لري
د خوړو نړیوال پروګرام (ډبلیواېف‌پي) ویلي چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې ښځې د ګټې‌وټې د موندنې لپاره ډېر لږ فرصتونه لري.
(last modified 2024-10-02T09:52:40+00:00 )
Oct 02, 2024 14:16 Asia/Kabul
  • افغان ښځې د ګټې‌وټې لپاره ډېر لږ فرصتونه لري

د خوړو نړیوال پروګرام (ډبلیواېف‌پي) ویلي چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې ښځې د ګټې‌وټې د موندنې لپاره ډېر لږ فرصتونه لري.

ډبلیواېف‌پي دا موضوع چهارشنبه د تلې پر ۱۱مه، په اېکس‌پاڼه کې د یوې خپرې شوې اعلامیې له مخې کړې ده.

د خوړو نړیوال پروګرام ویلي چې دا بنسټ له زرو افغان ښځو سره مرسته کوي.

په اعلامیه کې راغلي: «د خوړو نړیوال پروګرام په ټول افغانستان کې له زرګونه ښځو سره چې ټولې یې د کورنیو سرپرستانې دي، مرسته کوي ترڅو مهارتونه زده کړي او په خپلو پښو ودرېږي.»

پر افغانستان واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته دغې ډلې پر ښځو د محدودیتونو د لګولو ترڅنګ، هغوی د کار له حقه هم بې برخې کړي دي.

په تېرو درېیو کلونو کې د افغانستان ډېری کورنۍ، په ځانګړې توګه هغه کورنۍ چې ښځې یې سرپرستي کوي، له جدي اقتصادي ننګونو سره مخ دي.