د افغانستان په ۱۹ ولايتونو کې د سختو ورښتونو اټکل شوی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i152996-د_افغانستان_په_۱۹_ولايتونو_کې_د_سختو_ورښتونو_اټکل_شوی
د افغانستان د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د هواپېژندنې ریاست د دې هېواد په ۱۹ ولایتونو کې د سختو وروښتونو اټکل کړی دی.
(last modified 2024-10-08T09:38:32+00:00 )
Oct 08, 2024 14:04 Asia/Kabul
  • د افغانستان په ۱۹ ولايتونو کې د سختو ورښتونو اټکل شوی

د افغانستان د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د هواپېژندنې ریاست د دې هېواد په ۱۹ ولایتونو کې د سختو وروښتونو اټکل کړی دی.

دې وزارت نن د اکټوبر اتمه پر خپلې وېب‌پاڼې د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، د دې ورښتونو اټکل په بدخشان، نورستان، کونړ، لغمان، ننګرهار، پنجشېر، کاپیسا، کابل، لوګر، پکتیا، خوست، بغلان، سمنګان، پروان، بامیان، میدان وردګ او غزني ولايتونو کې شوی دی.

په اعلامیه کې راغلي، د ورښتونو له امله د سېلابونو د راوتلو امکان هم شته.

تېره اونۍ د افغانستان په ختيځو ولایتونو کې د سختو ورښتونو له امله، سېلابونو خلکو ته د ځاني زیانونو سربېره، د دوی په سلهاوو جریبه کرنیزې ځمکې هم ویجاړې کړې وې.