ډنمارک : د سپټمبر له ۱۸ وروسته تمدید شوي افغاني پاسپورټونه نه مني
(last modified Wed, 09 Oct 2024 02:54:45 GMT )
Oct 09, 2024 07:24 Asia/Kabul
  • ډنمارک : د سپټمبر له ۱۸ وروسته تمدید شوي افغاني پاسپورټونه نه مني

د ډنمارک د کډوالو ادارې په یوه خبرپاڼه کې وویل، ډنمارک پریکړه کړې چې هغه افغان پاسپورټونه نور په رسمیت نه پیژني چې د روان م کال د سپټمبر میاشتې له اتلسمې وروسته تمدید شوې دي.

وروسته له دې چې طالبانو تر لسو په ډیرو هیوادونو کې د افغانستان د سفارتونو له لوري د پاسپورټونو او نورو اسنادو ورکړه بې اعتباره اعلان کړه، ډنمارک هم له هغو هیوادونو سره یوځای شو چې نور له دغو سفارتونو صادرېدونکي پاسپورټونه نه مني.

د شینګین نیوز د خبر له مخې، د ډنمارک د کډوالو ادارې په یوه خبرپاڼه کې وویل، ډنمارک پریکړه کړې چې هغه افغان پاسپورټونه نور په رسمیت نه پیژني چې د روان م کال د سپټمبر میاشتې له اتلسمې وروسته تمدید شوې دي.

شینګین نیوز وايي، د ډنمارک د کډوالو د چارو د ادارې د پریکړې له مخې هغه افغانان چې د سپټمبر له اوولسمې وروسته تمدید شوي پاسپورټونه لري او دې هیواد ورته پناه ورکړې، باید نوي افغاني پاسپورټونه واخلي.

ډنمارک دغه پریکړه له هغې وروسته کړې چې د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت د زمري په نهمه اعلان وکړچې په اروپا کې له څو محدودو سفارتونو او قونسلګریو پرته چې ورسره اړیکي لري، د نورو سفارتونو او قونسلګریو له خوا ورکول کېدونکي پاسپورټونو او نور اسناد د اعتبار وړ نه دي.