د بریکس مشرانو له طالبانو وغوښټل چې د نجونو ښوونځي پرانیزي
د چین، روسیې او د بریکس سازمان د نورو غړو هېوادونو مشرانو له طالبانو وغوښتل چې پر افغان نجونو او ښځو د زده کړو بندیز پای ته ورسوي.
د بریکس د سرمشریزې په دې ګډه اعلامیه کې ویل شوي: مونږ د افغانستان په واکمنو باندې غږ کوو چې په ثانوي او لوړو زده کړو موسسو کې دې د نجونو پر زده کړو بندیز کی بیا کتنه وکړي. مونږ د سیمه ییزو پیلټ فورمونو او د افغانستان د ګاونډیوهیوادونو اساسي او موثر رول باندې ټینګار کوو او د افغانستان د مسلې په هوارولو کې د دغو هڅو لکه د سیمه ییزو پیلټ فورمونو او نوښتونو هرکلی کوو”.
هغوی د خلکو د اساسي حقونو په درناوي ټینګار کړی او په افغانستان کې د مسائلو د سولهییز او عاجل حل غوښتنه کړې ده.
د بریکس د شپاړسمې سرمشریزې د پای په اعلامیه کې د ښځو، نجونو او د دغه هېواد د بېلابېلو قومونو د حقوقو په شمول د افغانستان د خلکو پر اساسي حقونو ټینګار شوی دي.
د دوی په ګډه اعلامیه کې د یو خپلواک متحد، سوله ییز او له تروریزم او نشه يي توکو پاک افغانستان ملاتړ شوی او د دغه هیواد له خاورې د تروریستي ډلو د کاراخیستلو د مخنیوي لپاره د نورو ملموسو او د تائید وړ اقداماتو غوښتنه شوې ده.
همداراز په افغانستان کې د بېړنیو او بېوقفې بشري مرستو پر وړاندې کولو هم ټینګار شوی دی.
د بریکس شپاړسمه غونډه چې د اکتوبر په ۲۲مه د روسیې په کازان ښار کې پیل شوې، تر نن پورې دوام کوي اوچی پکی د ۳۶ هېوادونو او ۶ نړیوالو سازمانونو پلاوي ګډون لري.