د افغانستان حکومتي اورګانونه له داخلی تولیداتو څخه استفادې ته پابنده دي.
د افغانستان د طالبانو د سرپرست حکومت مشرتابه له سوداګرۍ د ملاتړ او له خصوصي سیکټر سره د ښه تعامل په اړه دوه ماده ییز فرمان صادر کړی دی. په دې فرمان کې د جغرافيايي موقعّيت، د هېواد اقتصادي اهميت، د سيمې وروستي اقتصادي او سياسي بدلونونو، د سوداګرۍ د معياري کولو، د صادراتو د ډېروالي او د ګاونډيو، سیمه ایزو او نړیوالو هېوادونو سره د پایه دارو سوداګریزو اړیکو د رامنځته کولو، د خصوصي سکټر او کورنیو توليداتو د هڅولو او ملاتړ په پام کې نیولو سره یو شمېر مراتب منظور شوي دي.
ایرناخبری اژانس له کابله راپور ورکړی ، د افغانستان د طالبانو ډلې رهبر ملاهبت ا... اخوندزداده د یوه فرمان په صادرولو سره حکومتي اورګانونه پابند کړي د چې ددغه هیواد داخلی صنائعو د ودې په خاطر دې له داخلی توالیداتو استفاده وکړي.
د افغانستان د طالبانو د سرپرست حکومت مشرتابه له سوداګرۍ د ملاتړ او له خصوصي سیکټر سره د ښه تعامل په اړه دوه ماده ییز فرمان صادر کړی دی. په دې فرمان کې د جغرافيايي موقعّيت، د هېواد اقتصادي اهميت، د سيمې وروستي اقتصادي او سياسي بدلونونو، د سوداګرۍ د معياري کولو، د صادراتو د ډېروالي او د ګاونډيو، سیمه ایزو او نړیوالو هېوادونو سره د پایه دارو سوداګریزو اړیکو د رامنځته کولو، د خصوصي سکټر او کورنیو توليداتو د هڅولو او ملاتړ په پام کې نیولو سره یو شمېر مراتب منظور شوي دي. د طالبانو د رهبر په دغه فرمان کې وزارتونه او اړوندې ادارې پابنده شوې، چې د هېواد د سوداګریزو او اقتصادي مصلحتونو په پام کې له نیولو سره بندرونو، پولو او لویو لارو کې د سوداګرۍ لپاره لازمې اسانتیاوې برابرې کړي. همداراز مرکز او ولایتونو کې د وزارتونو او حکومتي ادارو مسوولین او کارکوونکي په دې مکلف شوي، چې د هېواد له نافذو تقنیني سندونو سره سم د خصوصي سکټور له فعالانو سره ښه چلند وکړي او په اړوندو اجراتو کې د ځنډ مخنیوی وکړي. د دې ترڅنګ وزارتونه او امارتي ادارې پابندې شوې، چې د هېواد د کورنیو صنایعو او ودې او ځان بسیاینې په په خاطر دې له داخلی تولیداتو استفاده وکړي.