په افغانستان او پاکستان کې د ماشومانو د ګوزڼ خلاف واکسین پیل شوی دی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i153658
په افغانستان او پاکستان کې، چې د پولیو ویروس لا هم پکې ختم شوی نه دی ماشومانو ته واکسین ورکول کېږي.
(last modified 2024-10-29T02:49:45+00:00 )
Oct 29, 2024 07:17 Asia/Kabul
  • په افغانستان او پاکستان کې د ماشومانو د ګوزڼ خلاف واکسین پیل شوی دی

په افغانستان او پاکستان کې، چې د پولیو ویروس لا هم پکې ختم شوی نه دی ماشومانو ته واکسین ورکول کېږي.

د افغانستان په ۱۶ ولایتونو کې تر ۵ کلونو کم عمره ماشومانو ته پولیو یا ګوزڼ ضد واکسین ورکولو کمپاین په داسي حال کې پیل شوی  چې سږ کال تراوسه پورې په دغه هیواد کې لږترلږه د پولیو ۲۲ مثبتې پېښې ثبت شوي دي.

په پاکستان کې هم پرون  ۴۵ میلیون تر ۵ کلونو کشرو ماشومانو ته د پولیو واکسین ورکولو کمپاین پیل شی و. په دغه هیواد کی  د روان میلادي کاله له پیله تر دې دمه د پولیو ۴۰ مثبتې پېښې ثبت شوي دي.

تېره میاشت د افغانستان په څو ولایتونو کې د دغه کمپاین ځینو رضاکارانو ویلي وو، چې دغه بهیر له تېرو دوو میاشتو راهیسې د نامعلوم دلیل له امله درېدلی دی.