طالبانو په خپله خوښه افغانستان ته د مهاجرینو د ستنیدو غوښتنه وکړه
د طالبانو د مهاجرت وزیر وايي چې د ملي امنیت د تامین په خاطر باید مهاجرین په خپله خوښه خپل هیواد ته ستانه شي.
د فارس خبري د راپور له مخې د طالبانو د مهاجرینو د چارو وزیر خلیل الرحمن حقاني له مهاجرو افغانانو وغوښتل چې د کوربه هیوادونو اصولو او قوانینو ته درناوی وکړي او له هغو اقداماتو ډډه وکړي چې د افغانستان د ټولو کډوالو لپاره د ستونزو سبب کیږي.
حقاني په لوګر کې له ۷۰ کورنیو سره د بشري مرستو د وېش پرمهال زیاته کړه چې په ټول افغانستان کې د اسلامي نظام په حاکمیت او د امنیت په تامین سره اوس باید ټول کډوال په خپله خوښه هېواد ته راستانه شي.
د طالبانو له واکمنۍ وروسته ډېری افغانان له افغانستانه ووتل او ایران او پاکستان ته کډه شول.
طالب چارواکي د افغانانو مهاجرت د اقتصادي ستونزو لامله بولي او وايي چې هڅه کوي د افغانستان اقتصادي ستونزې هوارې کړي.