ایران ته د افغانستان په صادراتو کې زیاتوالی راغلی
(last modified Mon, 04 Nov 2024 08:17:45 GMT )
Nov 04, 2024 12:47 Asia/Kabul
  • ایران ته د افغانستان په صادراتو کې زیاتوالی راغلی

په افغانستان کې د ایران د سوداګرۍ سلاکار ویلي چې د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې ایران ته د افغانستان صادرات د تېر کال د ورته مودې په پرتله دوه چنده زیات شوي دي.

مهر خبري آژانس د حسیني روستایي له قوله راپور ورکړی، چې په دې موده کې د څه باندې ۳۳ میلیونو ډالرو په ارزښت د وچې مېوې په ګډون، د افغانستان مالدارۍ او کرنیز محصولات ایران ته صادر شوي دي.

له بلې خوا د هغه په خبره، له ایران څخه د افغانستان غیر نفتي واردات هم ۳۱ سلنه زیات شوي دي.

روستايي زیاتوي، چې په دې موده کې له ایران څخه افغانستان ته د یو میلیارد او ۷۰ میلیونو ډالرو په ارزښت څه باندې دوه میلیونه او ۵۲۳ زره ټنه سوداګریز توکي صادر شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د ايراني چارواکو په وينا، د تېر کال په لومړيو شپږو مياشتو کې افغانستان ته د ايران د غیر نفتي صادراتو کچه له دوه ميليارد او ٣٠٠ ميليونو ډالرو ډېره وه.