طالبانو اکرام الدین کامل په ممبی کې سرپرست قونسل ګومارلی دی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i154208-طالبانو_اکرام_الدین_کامل_په_ممبی_کې_سرپرست_قونسل_ګومارلی_دی
د افغانستان سرپرست حکومت هند ته د خپل سرپرست قونسل لېږل تایید کړل.
(last modified 2024-11-12T06:53:42+00:00 )
Nov 12, 2024 11:18 Asia/Kabul
  • طالبانو اکرام الدین کامل په ممبی کې سرپرست قونسل ګومارلی دی

د افغانستان سرپرست حکومت هند ته د خپل سرپرست قونسل لېږل تایید کړل.

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند رسنیو ته د حافظ اکرام الدین کامل د عکس په استولو سره ویلي، چې سرپرست حکومت د هندوستان ممبۍ ښار کې د جنرل قونسلګرۍ لپاره د حافظ اکرام الدین کامل سرپرست ټاکلی دی.

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت داسې حال کې دا خبر تائیدوي، چې تېره ورځ د هند سنډې ګارډین ورځپاڼې خبر ورکړی وو چې د هند حکومت د افغانستان سرپرست حکومت پر هغې غوښتنې غور کوي، چې له مخې یې د دغه هېواد په ممبۍ ښار کې افغان ډیپلوماټ ومني.

د یادونې وړ ده، چې د سرپرست حکومت له بیا حاکمیت را وروسته، دا لومړی ځل دی، چې هند ته نوی افغان ډیپلوماټ لېږل کېږي.