په افغانستان کې د ترهګریزو بریدونو زیاتوالی؛ د سیمه ییزو اندېښنو زیاتوالی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i154604-په_افغانستان_کې_د_ترهګریزو_بریدونو_زیاتوالی_د_سیمه_ییزو_اندېښنو_زیاتوالی
په افغانستان کې د ترهګرو بریدونو زیاتوالي په سیمه کې د بې ثباتۍ په اړه اندېښنې زیاتې کړي دي.
(last modified 2024-11-24T07:54:10+00:00 )
Nov 24, 2024 12:12 Asia/Kabul
  • په افغانستان کې د ترهګریزو بریدونو زیاتوالی؛ د سیمه ییزو اندېښنو زیاتوالی

په افغانستان کې د ترهګرو بریدونو زیاتوالي په سیمه کې د بې ثباتۍ په اړه اندېښنې زیاتې کړي دي.

د داعش خراسان په نامه ترهګرې ډلې د شنبې په ورځ د افغانستان د شمال د بغلان په ولایت کې د صوفیانو پر یوه زیارت د خونړي برید مسوولیت په غاړه واخیست. د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع وايي، په بغلان ولایت کې د وسله والو کسانو په یوه تروریستي برید کې لږ تر لږه ۱۰ کسان وژل شوي، چې مسوولیت یې داعش خراسان ډلې منلی دی.

د پاکستان په پاړه چنار کې په  شیعیانو له وروستي تروریستي برید وروسته چې له امله یې تر څلویښتو زیات کسان ووژل شول، په افغانستان کې د صوفیانو پر زیارت تروریستي برید په پاکستان، افغانستان او سیمه کې د امنیتي وضعیت او فرقه پالنې  په اړه اندېښنې نورې هم زیاتې کړې. په افغانستان کې د بشري حقوقو په چارو کې د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي هم اعلان وکړ چې په دغه هېواد کې مذهبي لږکي لا هم له سختو ګواښونو سره مخ دي او لازمه ده  د هغوی د ساتنې او عدالت  په وړاندی  زیات اقدامات ترسره شي .

 هغه څه چی زیات د اندېښنې دي  د داعش  د ترهګرې ډلې قدرت ښودل دي چې د ځینو سیمه ایزو او له سیمې وراخوا ټولنو  په ملاتړ هڅه کوي، چې د تش په نامه خلافت د رامنځته کولو لپاره ځمکه غصب کړي. دغې ترهګرې ډلې په سوریه او عراق کې د خپلو سپیرو پلانونو د عملي کولو لپاره سر راپورته کړ، خو له ماتې وروسته د لویدیځو کړیو په ځانګړې توګه د امریکا په ملاتړ په افغانستان کې بیا تنظیمیږي.

که څه هم په افغانستان کې واکمنو طالبانو په ځلونو په افغانستان کې د داعش ترهګرې ډلې د له منځه وړلو خبره کړې ده، خو د خپلو بریدونو دوام په ځانګړې توګه پر اقلیتونو باندې په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د تنظیم او ودې په اړه د اندیښنې وړ پیغام دی. په همدې خاطر د پاکستان د دفاع وزیر افغانستان د ترهګرۍ سرچینه ګڼلې ده.

د پاکستان د دفاع وزیر خواجه محمد اصف په پاکستان کې د ملکي وګړو او امنیتي ځواکونو پرضد د ترهګرو بریدونو له زیاتیدو سره هم مهاله، له افغانستانه د ترهګرو په ګټه اخیستنې تورن کړ او ټینګار یې وکړ چې د پاکستان امنیتي پیښې له افغانستان څخه سرچینه اخلي. نوموړي په اسلام اباد کې یوې خبري غونډې ته د وینا پر مهال وویل، د پاکستان په بېلابېلو سیمو کې د ترهګرو بریدونو په وروستیو کې زیاتوالی د پاکستان پر وړاندې د پولې د ګواښونو د زیاتوالي لامل شوی دی.

په هر حال  د ایران، پاکستان او افغانستان دننه وروستیو سرحدي ترهګرو بریدونو ته په کتو سره  په بشپړه توګه درک کېږي چې د داعش خراسان په څېر ترهګرې ډلې د خپلو امنیتي ضد کړنو او خوځښتونو د زیاتولو په هڅه کې دي چې که د دوی د خوځښتونو مخه ونه  نیول شي نو  د سیمې امنیت به سخت زیانمن شي.

په همدې دلیل د ترهګرۍ د له منځه وړلو لپاره د سیمې د هیوادونو ترمنځ هراړخیزې امنیتي او استخباراتي همکارۍ ته ډیر ضرورت دی او د ایران اسلامي جمهوریت تل په دې برخه کې مخکښ پاتې شوی دی. ایران ټینګار کړی، چې د ترهګرۍ د نابودۍ د له منځه وړلو لپاره به د دوه اړخیزو او څو اړخیزو غږملتیاو او همکاریو د پیاوړتیا لپاره له هیڅ راز هڅو ډډه ونه کړي.