د افغانستان په صادراتو کې ۵۰ میلیون ډالره کموالی راغلی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i154802-د_افغانستان_په_صادراتو_کې_۵۰_میلیون_ډالره_کموالی_راغلی
په همدې حال کې، د وارداتو کچه په تیرو شپږو میاشتو کې ۵.۲۵ میلیارده ډالرو ته رسېدلې، چې د د هر بل وخت په شان په وارداتو او صادراتو کې د پام وړ ناانډولي ښيي.
(last modified 2024-11-30T23:23:17+00:00 )
Dec 01, 2024 03:50 Asia/Kabul
  • د افغانستان په صادراتو کې ۵۰ میلیون ډالره کموالی راغلی

په همدې حال کې، د وارداتو کچه په تیرو شپږو میاشتو کې ۵.۲۵ میلیارده ډالرو ته رسېدلې، چې د د هر بل وخت په شان په وارداتو او صادراتو کې د پام وړ ناانډولي ښيي.

 

د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان د ملي احصایې او معلوماتو اداره (NSIA) وايي چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله په تېرو شپږو میاشتو کې د افغانستان صادرات ۵۰ میلیون ډالره کم شوي دي.

د دې ادارې راپور ښيي چې په دې موده کې د افغانستان ټول صادرات شاوخوا ۶۷۰ میلیون ډالرو ته رسېدلي دي. د هیواد اصلي صادرات وچه مېوه، طبي بوټي، او مینرالونه دي، چې د افغانستان تر ټولو مهم صادراتي اقلام دي.

په همدې حال کې، د وارداتو کچه په تیرو شپږو میاشتو کې ۵.۲۵ میلیارده ډالرو ته رسېدلې، چې د د هر بل وخت په شان په وارداتو او صادراتو کې د پام وړ ناانډولي ښيي.

خو دا ناانډولي له دې کبله د پام وړ ده چې د افغانستان صادرات کم شوي دي

د افغانستان د احصایې او معلوماتو د ادارې په وینا، زیاتره واردات د تودوخې او سونګ مواد او ماشینونه دي.