افغانستان د کرهڼې په زمینې کې د ایران له تجروبو استفاده کوي
د افغانستان د طالبانو د حکومت د کرهڼې ،اوبه خور او مالدارئ مرستیال وزیر د کرهڼې او اوبه خور په زمینې کې د ایران له تجروبو د استفادې غوښته وکړه.
تسنیم خبری اژانس راپور و رکړی، د افغانستان د کرهڼې ، اوبه خور او مالدارۍ د وزارت مرستیال صدارعظم عثمانی د ایران د کرهڼې د وزارت له مرستیال سره د دوو اړخیزو اړیکو دپیاوړتیا او په بیلابیلو برخو کې د ملګرتیا دژورتیا په باب خبرې اترې وکړې.
د افغانستان د کرهڼې وزارت د خبرتیا په اساس، په دغو خبرواترو کې په اصلي چورلیزونو کې ،د کرهڼې او اوبه خور په حوزې کې له ماډرن ټيکنالوجیو څخه د استفادې ، دتجروبو مبادله ، د ظرفیّتونو د لوړتیا د پروګرامونو دترسره کولو او دغه راز دکرهڼيزو محصولاتو د تجروبو د پیاوړتیا په باب مشورې او د نظر تبادلې شاملې وې.
عثماني په دغې کتنې :ې د اوبو اوکرهڼې او خاورې د پروژو په زمینې په تیره بیا د اوبه خور د پرمختللو رودو په زمینې کې د ایران له توانمنیو او ظرفیّتونو هرکلی وکړ. هغه همداراز ووئيل، دغه سفر د کرهڼې په مختلفو زمینو کې د ایران له تجروبو د استفادې او له ماډرن ټيکنالوجیو سره د بلدتیا لپاره یو مناسب فرصت دی.
د افغانستان د کرهڼې وزارت مرستیال دا یران دکرهڼې او ټيکنالوجيکي ظرفیّتونو څخه د کتنې په خاطر د یوه پلاوي په مشرۍ ایران ته په سفر راغلی دی. ددغه سفر موخه ددواړو هیوادونو د کرهڼیزو شرائظو ښه کول او د تجارتي او تخنیکي ملګرتیاؤ د پیاوړتیا د لارو چارو ارزول دي.