سږکال به تخار کې ۶۰۰ میټریک ټنه د لېمو حاصلات راټول شي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i154926-سږکال_به_تخار_کې_۶۰۰_میټریک_ټنه_د_لېمو_حاصلات_راټول_شي
تمه ده چې سږ کال به له تخار ولایت څخه ۶۰۰ میټریک ټنه د لېمو حاصلات راټول شي.
(last modified 2024-12-04T04:26:31+00:00 )
Dec 04, 2024 08:54 Asia/Kabul
  • سږکال به تخار کې ۶۰۰ میټریک ټنه د لېمو حاصلات راټول شي

تمه ده چې سږ کال به له تخار ولایت څخه ۶۰۰ میټریک ټنه د لېمو حاصلات راټول شي.

د دې ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وايي، د مرکز په ګډون د دغه ولایت په شپږو ولسوالیو کې په ۴۵ هکټاره ځمکه د لېمو باغونه جوړ شوي، چې د تېرو کلونو په پرتله د لېمو حاصلات ډېر شوي دي.

یو شمېر بڼوال وايي چې د لېمو کښت د نورو مېوو په پرتله ډېر زحمت لري او دوی د ښې پایلې د ترلاسه کولو لپاره دغه مېوه تر پوښښ لاندې ساتلې.