کابل کښې د پاکستان شاذدافیر احضار کړی شو
د افغانستان د طالبانو حکومت په کابل کښې د پاکستان شاذدافیر، په پکتیکا ولایت باندې د اسلام آباد د هوايي حملې په تړاو، وربللی دی.
د افغانستان په ختیځ کښې د پکتیکا ولایت په سرحدي سیمو باندې د پاکستان په پرونۍ هوايي حملې کښې پنځه کسان ووژل شول.
له دغې حملې وروسته د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د یوې بیانیې په خپرولو سره وویل چې په کابل کښې د پاکستان د سفارت شاذدافیر یې وربللی دی او د پاکستان په دغه کار یې خپل اعتراض بیان کړی دی.
په دغې خبرپاڼې کښې راغلي دي چې د پاکستان استازي ته ټینګار وشه چې د افغانستان حکومت د خپلې ځمکنۍ بشپړتیا د ساتنې او دفاع په لړ کښې هوډمن دی او د دې هیواد په خاورې باندې هر ډول تیری د منلو وړ نه دی.
د افغانستان د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت همداشان د دواړو هیوادونو ترمینځ د دوستانه اړیکو د ساتنې او د متقابل احترام په ضرورت ټینګار وکړ ترڅو د دواړو هیوادونو په اړیکو کښې د لازیاتې شخړې مخنیوی وشي.