طالبانو په کابل ښار کې چاودنه ومنله
Dec 28, 2024 12:11 Asia/Kabul
د طالبانو د کابل امنیه قومندانۍ ویاند خالد ځدراڼ په دغه ښار کې چاودنه منلې او ویلي یې دي چې په دې پېښه کې څلور کسان ټپيان شوي دي.
ځدراڼ ویلي چې دا چاودنه د کابل هوايي ډګر پر سړک د شېخ زايد روغتون ته څېرمه شوې ده.
د هغه په وينا، ټپيان روغتون ته لېږدول شوي او څېړنې روانې دي.
سرچینو نن سهار د یوې چاودنې د پېښېدو خبر ورکړی و.
دا په داسې حال کې ده چې طالبانو نن سهار د کابل هوايي ډګر ته څېرمه سیمو کې کور په کور تلاشي پېل کړې ده
ټیګونه