سږ کال په نورستان کښې د رغونې ډیرې پروژې پلي شوې دي
نورستان کې چارواکي وایي په روان کال کې په دې ولایت دسلګونو ملیونو افغانیو په لګښت رغاونیزې پروژې پلې شوې دي.
دچارواکو پر وینا په دې پروژو کې دسرکونو، پلونو، سربندونو،ښوونځیو ، روغتیایي مرکزونو او دبریښنا سیستم رغول شامل دي
له جلال آباده زمونږ د خبریال د رپورټ له مخې، دنورستان والي قاري زین العابدین عابد وایي په روان کال کې په دې ولایت کې شپږ سوه اتیا ملیونه افغانۍ له حکومتي بودجې او لس ملیونه ډالر د مرستندویه ادارو له لورې پر رغاونیزو پروژو لګول شوې دي.
د نوموړي په وینا په دې پیسو د نورستان ولایت په مرکز او ولسوالیو کې سړکونه، داوبو سربندونه، کانالونه، ویالې، ښوونځي، روغتیایي مرکزونه او بریښنا سیستم رغول شوی دی.
قاري زین العابدین عابد وویل ددې پروژو چې پکې زرګونوځایي خلکو ته دکار کولو زمینه هم برابره شوې وه ځینې یې بشپړې او پر ځینو یې لا کار روان دی. دنورستان والي وویل هیله لري چې راتلونکی کال به له دې زیاتې پیسې د حکومت او مرستندویه ادارو له لورې په دې ولایت کې پر رغاونیزو چارو ولګول شي چې له امله به یې د نورستان ولایت داوسیدونکو په ژوند کې مثبت بدلون رامنځته شي.
نورستان دافغانستان په ختیز کې پروت غریز ولایت دی چې اوسیدونکو یې مخکښې هم د حکومت او مرستندویه ادارو له لورې دنه پاملرنې له امله شکایتونه کړي دي.