د بندیزونو او فشارونو سیاست ناکامه تجربه ده
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i155860-د_بندیزونو_او_فشارونو_سیاست_ناکامه_تجربه_ده
تهران راډیو ـ د سرپرست حکومت ویاند د نوي  میلادي کال له پیل سره سم ویلي  چې د فشارونو او بندیزونو سیاست ناکامه تجربه ده او په دې تړاو د ځینو هېوادونو تګلاره باید بدله شي.
(last modified 2025-01-02T22:27:51+00:00 )
Jan 02, 2025 12:09 Asia/Kabul
  • د بندیزونو او فشارونو سیاست ناکامه تجربه ده

تهران راډیو ـ د سرپرست حکومت ویاند د نوي  میلادي کال له پیل سره سم ویلي  چې د فشارونو او بندیزونو سیاست ناکامه تجربه ده او په دې تړاو د ځینو هېوادونو تګلاره باید بدله شي.

ذبیح الله مجاهد ټینګار کړی چې دغه تخریبي سیاستونه د افغانانو پر ژوند منفي او مستقیمې اغیزې لري. نوموړي یوځل بیا د افغانستان بانک د کنګل شوې شتمنۍ د خلاصون غوښتنه وکړه او ټینګار یې وکړ چې د ملګرو ملتونو څوکۍ باید دوی ته وسپارل شي.

د سرپرست حکومت ویاند ویلي چې، افغانستان د نړۍ له هېوادونو څخه دی او دوی له سیمې او نړۍ سره اقتصادي، سوداګریزې او ډیپلوماټیکې اړیکې غواړي.

په نوي میلادي کال کې د سرپرست حکومت د ویاند دغه غوښتنې په داسې حال کې مطرح کېږي چې د درېیو کلونو په تېرېدو سره، تراوسه د نړۍ هېڅ هېواد د دوی حکومت په رسميت نه دی پېژندلی.