طالبان وایي، نړۍ مو نور باید په رسمیت وپېژني
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i155948-طالبان_وایي_نړۍ_مو_نور_باید_په_رسمیت_وپېژني
تهران راډیو ـ طالبانو د حکومت ویاند ادعا کوي چې د دوی حکومت د رسمیت پېژندنې ټول معیارونه پوره کړي او باید نړیواله ټولنه یې په رسمیت وپېژني.
(last modified 2025-01-04T06:26:51+00:00 )
Jan 04, 2025 10:55 Asia/Kabul
  • طالبان وایي، نړۍ مو نور باید په رسمیت وپېژني

تهران راډیو ـ طالبانو د حکومت ویاند ادعا کوي چې د دوی حکومت د رسمیت پېژندنې ټول معیارونه پوره کړي او باید نړیواله ټولنه یې په رسمیت وپېژني.

ذبیح اله مجاهد له شمشاد خصوصي ټلویزیون سره په هغه مرکه دا څرګندونې کړي چې جمعه خپره شوه.

هغه ویلي یې دي، چې طالبان له نړۍ سره تعامل غواړي.

د طالبانو حکومت، چې د نړۍ د یوه هېواد له خوا هم په رسمیت نه دی پېژندل شوی، لا هم پر ښځو او نجونو خپل محدودیتونه کم کړي نه دي.

د طالبانو د حکومت د رسمیت پېژندنې لپاره نړیوالې ټولنې یو شرط په افغانستان کې د نجونو او ښځو حقونو ته درناوی ښوول شوی دی.

طالبانو په وروستي مورد کې په طبي انستیتیوتونو کې هم د ښځو او نجونو مسلکي زده کړې منع کړې، چې دې کار یې په نړیواله سطحه عکس العملونه وپارول.