په فاریاب کې واورې او توپان له امله دوه تنه   مړه شوي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i155994-په_فاریاب_کې_واورې_او_توپان_له_امله_دوه_تنه_مړه_شوي
د فاریاب ولایت په کوهستان ولسوالۍ کې د واورې زیات اورښت او توپان له امله دوه تنه مړه شوي دي.
(last modified 2025-01-06T00:03:36+00:00 )
Jan 06, 2025 04:32 Asia/Kabul
  • په فاریاب کې واورې او توپان له امله دوه تنه   مړه شوي

د فاریاب ولایت په کوهستان ولسوالۍ کې د واورې زیات اورښت او توپان له امله دوه تنه مړه شوي دي.

د یاد  ولایت امنیه قوماندانۍ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي: دغه کسان د کوهستان ولسوالۍ په تربند ترکستان سیمه کې د زیاتې واورې او سخت توپان له امله مړه شوي دي.

دفارياب ولايت دامنيې قوماندانۍ دامنيت آمر وايي دغه کسان دکار په موخه  دکوهستان ولسوالۍ په لور روان وو چې د واورو او توپان له امله یې ژوند وبایله.

د خبرځاى د څرګندونو له مخې: دغو دوو تنو له ځان سره څلور سره څاروي هم درلودل، چې هغه هم مړه شوي دي.

د طالبانو امنیه قومانداني وایي، په مړو شویو کسانو کې  یې یو تن خدایداد د پښتون کوټ ولسواۍ د عرب اقصې د کلې اوسیدونکی دی، دغه راز د دویم کس هویت تر اوسه نه دی څرګند شوی.