هند پر افغانستان د پاکستان هوايي برید غندلی دی
زمونږ خبریال راپور راکړی د هند د بهرنیو چارو وزارت له شاوخوا دوو اونیو وروسته د پکتیکا ولایت پر برمل ولسوالۍ د پاکستان وروستي هوايي بریدونه غندلي دي.
د هند د بهرنیو چارو وزارت پرون په یوه خبرپاڼه کې زیاته کړې چې په دغه هوايي برید کې ښځې او ماشومان وژل شوي دي.
هند پر پاکستان تور پورې کړی چې د خپلو کورنیو ناکامیو پړه پر خپلو ګاونډیانو اچوي.
د هند د بهرنیو چارو د وزارت د اعلامیې په متن کې راغلي: «موږ پر بې ګناه ملکي وګړو هر ډول برید په کلکه غندو. دا د پاکستان پخوانۍ تګلاره ده چې د خپلو کورنیو ناکامیو له امله خپل ګاونډیان ګرم ګڼي.
نوي ډیلي دغه راز ویلي چې دوی د طالبانو د غچ اخیستونکو بریدونو په اړه هم څېړنې کړي دي.
دا د طالبانو له بیا راستنېدو وروسته، د افغانستان او پاکستان په اړه د هند لومړۍ ښکاره څرګندونې دي.
د یادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې پاکستاني چارواکو ویلي وو، چې طالبانو د اسلام اباد د بې ثباته کولو لپاره له هند سره لاس یو کړی دی.
دا په داسې حال کې ده، چې شاوخوا دوه اوونۍ وړاندې د پاکستان پوځ د پکتيکا په برمل ولسوالۍ کې د تحریک طالبان پاکستان ډلې د له منځه وړلو په موخه بمبار وکړ، چې په پايله کې يې ۴۶ کسان ووژل شول.
طالبانو د ۴۶ کسانو د وژل کېدو پخلی کړی او ویلي یې دي چې هغوی د وزیرستان کډوال وو.