هند پر افغانستان د پاکستان هوايي برید غندلی دی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i156040-هند_پر_افغانستان_د_پاکستان_هوايي_برید_غندلی_دی
زمونږ خبریال راپور راکړی د هند د بهرنیو چارو وزارت له شاوخوا دوو اونیو وروسته د پکتیکا ولایت پر برمل ولسوالۍ د پاکستان وروستي هوايي بریدونه غندلي دي.
(last modified 2025-01-06T22:34:09+00:00 )
Jan 07, 2025 03:02 Asia/Kabul
  • هند پر افغانستان د پاکستان هوايي برید غندلی دی

زمونږ خبریال راپور راکړی د هند د بهرنیو چارو وزارت له شاوخوا دوو اونیو وروسته د پکتیکا ولایت پر برمل ولسوالۍ د پاکستان وروستي هوايي بریدونه غندلي دي.

د هند د بهرنیو چارو وزارت پرون  په یوه خبرپاڼه کې زیاته کړې چې په دغه هوايي برید کې ښځې او ماشومان وژل شوي دي.

هند پر پاکستان تور پورې کړی چې د خپلو کورنیو ناکامیو پړه پر خپلو ګاونډیانو اچوي.

د هند د بهرنیو چارو د وزارت د اعلامیې په متن کې راغلي: «موږ پر بې ګناه ملکي وګړو هر ډول برید په کلکه غندو. دا د پاکستان پخوانۍ تګلاره ده چې د خپلو کورنیو ناکامیو له امله خپل ګاونډیان ګرم ګڼي.

نوي ډیلي دغه راز ویلي چې دوی د طالبانو د غچ اخیستونکو بریدونو په اړه هم څېړنې کړي دي.

دا د طالبانو له بیا راستنېدو وروسته، د افغانستان او پاکستان په اړه د هند لومړۍ ښکاره څرګندونې دي.

د یادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې پاکستاني چارواکو ویلي وو، چې طالبانو د اسلام اباد د بې ثباته کولو لپاره له هند سره لاس یو کړی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې شاوخوا دوه اوونۍ وړاندې د پاکستان پوځ د پکتيکا په برمل ولسوالۍ کې د تحریک طالبان پاکستان ډلې د له منځه وړلو په موخه بمبار وکړ، چې په پايله کې يې ۴۶ کسان ووژل شول.

 

طالبانو د ۴۶ کسانو د وژل کېدو پخلی کړی او ویلي یې دي چې هغوی د وزیرستان کډوال وو.