اوچا وايي، سږ کال نیمايي افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i156050-اوچا_وايي_سږ_کال_نیمايي_افغانان_بشري_مرستو_ته_اړتیا_لري
تهران راډیو ـ د ملګروملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (OCHA) ویلي چې په ۲۰۲۵ کال کې به په افغانستان کې ۲۲.۹ میلیونه خلک، چې د نفوس تقریباً نیمه برخه جوړوي، د ژوندي پاتې کېدو لپاره بشري مرستو اړتیا ولري.
(last modified 2025-01-07T06:00:21+00:00 )
Jan 07, 2025 10:28 Asia/Kabul
  • اوچا وايي، سږ کال نیمايي افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري

تهران راډیو ـ د ملګروملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (OCHA) ویلي چې په ۲۰۲۵ کال کې به په افغانستان کې ۲۲.۹ میلیونه خلک، چې د نفوس تقریباً نیمه برخه جوړوي، د ژوندي پاتې کېدو لپاره بشري مرستو اړتیا ولري.

اوچا ویلي چې په افغانستان کې د خوراکي موادو بحران لا هم جدي دی، او اټکل کېږي چې په ۲۰۲۵ کال کې به ۱۴.۸ میلیونه خلک، چې د نفوس نژدې درېیمه برخه جوړوي، خوراکي موادو او کرنیزو مرستو ته اړتیا ولري.

د ملګرو ملتونو دا اداره زیاتوي چې د اوبو، او روغتیایي خدماتو له نشتوالي سره یوځای د خوراکي توکو سخت کمښت د خوارځواکۍ کچه لوړه کړې ده.

د اوچا د معلوماتو له مخې، په دې کال کې به ۳.۵ میلیونه ماشومان چې عمرونه یې تر پنځو کلونو کم وي او ۱.۱ میلیونه ښځې د عاجلې تغذیې درملنې ته اړتیا ولري.

اوچا همداراز ویلي چې د افغانستان نازک اقتصاد، چې د ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو له واک ته رسیدو وروسته لا ډېر کمزوری شوی، بحران زیات کړی دی.