بلخ کې د تیلو د تصفیې یوه کارخونه پرانیستل شوه
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i156200-بلخ_کې_د_تیلو_د_تصفیې_یوه_کارخونه_پرانیستل_شوه
د افغانستان په بلخ ولایت کې د پنځوس میلیونه ډالرو په پانګونې سره د تیلو یوه چاڼ خونه د سیمه‌ایزو چارواکو، پانګوالو او سوداګرو په حضور کې پرانیستل شوه.
(last modified 2025-01-11T00:32:09+00:00 )
Jan 11, 2025 04:59 Asia/Kabul
  • بلخ کې د تیلو د تصفیې یوه کارخونه پرانیستل شوه

د افغانستان په بلخ ولایت کې د پنځوس میلیونه ډالرو په پانګونې سره د تیلو یوه چاڼ خونه د سیمه‌ایزو چارواکو، پانګوالو او سوداګرو په حضور کې پرانیستل شوه.

د چارواکو په خبره د تیلو دا چاڼ خونه پر ۵۰ زره متره مربع ځمکه جوړه شوې چې په ۲۴ ساعتونو کې د ۶۰۰ ټنو خامو تیلو د پروسیس وړتیا لري.

د بلخ سیمه‌ایزو چارواکو د دغو مراسمو پرمهال ویلي چې سرپرست حکومت په افغانستان کې له پانګونې ملاتړ کوي او د دې لپاره ۲۰۰ زره جریبه ځمکه د سوداګرو او پانګوالو ملاتړ په موخه صنعتي ښارګوټو ته ځانګړې شوې چې شل زره جریبه یې په بلخ ولایت کې ده.

د تیلو د دغې چاڼ خونې چارواکي د سرپرست حکومت له مسئولینو څخه غواړي چې لازیاتې سرچینې د دوی په واک کې ورکړي.