ننګرهارکې کروندګرو ته د کوکنارو بدیل فصل وروپیژندل شو
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i156392-ننګرهارکې_کروندګرو_ته_د_کوکنارو_بدیل_فصل_وروپیژندل_شو
چارواکي وایي موتیاګل دکوکنارو ښه بدیل دی او دترویج لپاره به یې هڅې ګړندۍ کړي
(last modified 2025-01-15T20:56:35+00:00 )
Jan 16, 2025 01:23 Asia/Kabul
  • ننګرهارکې کروندګرو ته د کوکنارو بدیل فصل وروپیژندل شو

چارواکي وایي موتیاګل دکوکنارو ښه بدیل دی او دترویج لپاره به یې هڅې ګړندۍ کړي

د ننګرهار د کرنې مالدارۍ او اوبولګولو رییس مولوي محمد ولي محسن وایي، موتیا ګل په دې ولایت کې د کوکنارو ښه بدیل فصل دی او که کروندګر یې ښه پالنه وکړي نو دکوکنارو د فصل څو برابره زیاته ګټه تر لاسه کولای شي.

نوموړي وویل: د ننګرهار ولایت په شپږو ولسوالیو کې لسو ګروندګرو ته لس زره بوټي او نهه قلمه د اړتیاوړ وسایل په ازمایښتې ډول ورکړی شول چې د ښې پایلې په صورت کې به راتلونکې کال دا کچه نوره هم لوړه کړي.

مولوي محسن وایي، د دې بوټو او وسایلو  ټولیز لګښت یو ملیون او درې سوه زره افغانۍ کیږي چې د کرنې وزارت له بودجې ورکول کیږي.

دکرنې مالدارې او اوبو لګولو وزارت د بڼوالۍ رییس مولوي غلام فاروق قاسمي هم ویلي دي: دکوکنارو پر ځاې د موتیا ګل ازمايښتي کښت یې له ننګرهاره پيل کړ او په راتلونکې کې به یې د کښت لمن نورو ولایتونو ته هم وغزوي.

د کرنې، مالدارۍ او اوبو لګولو وزارت د زینتي بوټو مشر خالد شیرزاد وایي ،موتیا ګل یو اقتصادي نبات دی او دا مهال یې یو کیلو ګرم تیل په نړیوال مارکیټ کې له څلورو تر پنځو زرو ډالرو پلورل کیږي.

 هغه کروندګر چې د موتیا ګل بوټی یې دکښت په موخه تر لاسه کړي خوشحاله دي او وایي د کرهڼیزو چارو پوهانو پر وینا، دا ګل دکوکنارو ځاې نیسي او دوې یې هم کښت ته خوشحاله دي.

 ننګرهارپه  ختیځ کښې پروت هغه ولایت دی  چې اقلیم یې د هر ډول ونو، بوټو او کرهڼیزو تخمونو لپاره وړ او مناسب ګڼل کیږي.