د بدني ښکلا نړیوال افغان تل علي رضا آساهي ومړ
د افغانستان د بدني ښکلا ملي لوبغاړي علي رضا آساهي په ناڅاپي توګه د زړه درېدو له امله ساه ورکړې ده.
د افغانستان د بدني ښکلا ملي فډراسیون خبر ورکړی چې استاد علي رضا آساهي پرون د جنورۍ په ۲۳مه په کابل کې وفات شوی دی.
نوموړي دوه ځله د بدني ښکلا په نړیوالو سیالیو کې لومړی مقام ترلاسه کړی او د سرو زرو مډالونه یې ګټلي وو.
وروستی ځل دوه نيمې مياشتې وړاندې د ۲۰۲۴ کال په نوامبر کې په مالديف هېواد کې نوموړي دغه اتلولي ترلاسه کړه او د افغانستان نوم يې د سيالانو په سر کې اوچت کړ.
په دغو سياليو کې افغان لوبغاړو پر خپل شخصي لګښت د افغانستان په استازيتوب ګډون کړی وو.
علي رضا آساهي د يوې غريبې کورنۍ يوازينی سرپرست وو چې د ژوند له لوړو ژورو تېر شوی وو او دغه مقام يې ترلاسه کړی وو.
نوموړي په هېواد کې زرګونه لوبغاړي روزلي، په کابل کې اوسېده او په وروستيو کې يې په يوه مرکه کې ويلي وو، چې بهر ته د تګ او هلته د اوسېدنې اراده نه لري.
څو ورځې وړاندې په کابل کې د غړو د ښکلا يو بل لوبغاړی صفي ا... ارين هم د زړه د درېدو له امله ساه ورکړې وه.