افغانسان له ایران سره د سوداګري اړیکو پراختیا غواړي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i156808-افغانسان_له_ایران_سره_د_سوداګري_اړیکو_پراختیا_غواړي
په افغانستان کښې د طالبانو د صنعت او تجارت وزیر له ایران سره د سوداګرۍ د پراخولو لپاره د هلوځلو خبر ورکړی دی.
(last modified 2025-01-28T21:57:27+00:00 )
Jan 29, 2025 02:24 Asia/Kabul
  • افغانسان له ایران سره د سوداګري اړیکو پراختیا غواړي

په افغانستان کښې د طالبانو د صنعت او تجارت وزیر له ایران سره د سوداګرۍ د پراخولو لپاره د هلوځلو خبر ورکړی دی.

د فارس خبري آژانس د خبر له مخې د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي په تیرو څو لسیزو کې د ملیونونو افغان کډوالو د کوربه توب له امله د ایران د خلکو ستاینه وکړه او اعلان یې وکړ چې د افغانستان سرپرست حکومت د ایران د ټولو سوداګریزو او ټرانزیټي پروګرامونو ملاتړ کوي.

د افغانستان د سرپرست حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزیر وویل چې په افغانستان کې د طالبانو د حکومت له راتګ راهیسې، له ایران سره د اقتصادي همکاریو د پراختیا لپاره هڅې شوي او دا موضوع یو لومړیتوب دی، او ټینګار یې وکړ چې د سوداګرۍ د کچې لوړول مو هدف دی چې د شته ظرفیتونو په پام کې نیولو سره، په کال کې تر ۱۰ ملیارد ډالرو پورې رسیدې شي.

ایران او افغانستان د موجوده ظرفیتونو په کارولو سره د دوه اړخیزو همکاریو د پراختیا لپاره مناسبې زمینې لري.

په لوېدیځه اسیا کې د ایران ستراتیژیک موقعیت به د افغانستان او نورو ګاونډیو هېوادونو لپاره یو ښه فرصت وي چې له دې ظرفیت څخه د خپل اقتصادي پرمختګ لپاره کار واخلي.