له ازبکستان سره د څلور میلیونو ډالرو په ارزښت هوکړه لاسلیک شوه
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i156954-له_ازبکستان_سره_د_څلور_میلیونو_ډالرو_په_ارزښت_هوکړه_لاسلیک_شوه
د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویلي چې له ازبکستان سره یې د ۴.۵ میلیون ډالرو په ارزښت هوکړه لاسلیک کړې ده.
(last modified 2025-02-02T21:13:12+00:00 )
Feb 03, 2025 01:40 Asia/Kabul
  • له ازبکستان سره د څلور میلیونو ډالرو په ارزښت هوکړه لاسلیک شوه

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویلي چې له ازبکستان سره یې د ۴.۵ میلیون ډالرو په ارزښت هوکړه لاسلیک کړې ده.

نوموړي وزارت پرون په یوې خبرپاڼې کې لیکلي چې دا هوکړه د دواړو هېوادونو د خصوصي سکټور ترمنځ لاسلیک شوې ده.

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي د ازبکستان خصوصي سکټور له پلاوي سره هم لیدلي دي.

عزیزي وړاندیز کړی چې د دواړو هېوادونو له کورنیو تولیداتو د ملاتړ لپاره دې لږ تر لږه په کال کې پنځه نندارتونونه جوړ شي.

د خبرپاڼې په حواله، دواړو خواوو د دواړو هېوادونو ترمنځ د ګډې سوداګریزې خونې پر جوړولو هم خبرې کړې دي.