مجاهد د طالب مشرانو ترمینځ اختلافات ومنل
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i157020-مجاهد_د_طالب_مشرانو_ترمینځ_اختلافات_ومنل
سره له دې چې طالبان هڅه کوي د خپلو مشرانو ترمنځ اختلافات پټ کړي، د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د سې شنبې په ورځ دا مسئله په ډاګه کړه.
(last modified 2025-02-04T23:28:27+00:00 )
Feb 05, 2025 03:56 Asia/Kabul
  • مجاهد د طالب مشرانو ترمینځ اختلافات ومنل

سره له دې چې طالبان هڅه کوي د خپلو مشرانو ترمنځ اختلافات پټ کړي، د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د سې شنبې په ورځ دا مسئله په ډاګه کړه.

د فارس خبري اژانس د خبر له مخې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وايي چې د دې ډلې لوړ پوړي مشران په ځینو مسئلو کې "د نظر اختلاف" لري، او دا توپیرونه کله ناکله رسنیو ته راوړل کیږي.

مجاهد وویل چې د دوي له نظره، د نظر اختلاف یو "طبیعي حالت" دی او د جګړې معنی نلري.

له دې مخکې، د طالبانو د بهرنیو چارو د وزارت سیاسي چارو مرستیال عباس ستانکزي د نجونو پر تعلیم  باندې په بندیز نیوکه کړې وه.

د د طالبانو ویاند پرون د دې  ډلې د لوړ پوړو مشرانو ترمنځ داخلي شخړې او نښتېم رد کړې.

هغه وويل چې د طالبانو جګپوړي مشران يو بل ته ځانګړی درناوی لري او يو موټی دي.

له دې مخکې د طالبانو مرستیال لومړي وزیر عبدالغني ملا برادر ویلي وو چې د ډلې د غړو ترمنځ هیڅ ډول اختلاف نشته.

ملا برادر د حقاني په جنازه کې وویل چې خلک باید په اوازو باور ونه کړي.

د طالبانو د کډوالو چارو د وزیر خلیل الرحمن حقاني له وژنې وروسته، د طالبانو د کورنیو چارو د وزیر سراج الدین حقاني او د ډلې د مشرتابه ترمنځ د پټ اختلاف شخړې خبرونه راپورته شوي دي.

ځینې ​​خلک وايي چې د کډوالو د وزیر وژنې د طالبانو د مشرانو ترمنځ پټ اختلافات افشا کړي دي.

د طالبانو مختلفو چارواکو بیابیا ویلي چې د طالبانو د مشرانو ترمنځ هیڅ اختلاف نشته او دا موضوع د دې ډلې پر وړاندې یوه جعلي او تبلیغاتي موضوع ده.

خو ملګرو ملتونو مخکې ویلي وو چې د طالبانو د مشرانو ترمنځ د ښځو د حقونو او تعلیم په سر اختلاف شته او ویل شوي وو چې د دې ډلې مشرتابه د ښځو د تعلیم مخالفت کوي.