په ترکیې کې د افغانستان سفارت وتړل شو
په ترکیې کې د افغانستان سفارت پرون اعلان وکړ چې د ترکیې د چارواکو د پرېکړې پر اساس، په انقرې کې یې خپل فعالیت بند کړ.
په افغانستان کې په ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو له بیا راتګ وروسته، په ترکیې کې د افغانستان سفارت خپلې چارې مخې ته وړلې او ماموران یې د افغانستان د «اسلامي جمهوریت» په وخت کې ګمارل شوي وو.
د افغانستان سفارت په خپل ایکس حساب کې لیکلي دي: «د ۲۰۲۱ د اګست له ۱۵ نېټې راوروسته، د سفارت د کنترول د ترلاسه کولو لپاره د طالبانو له ناکامو هڅو، د سفارت په ډیپلوماتانو او مامورانو باندې د دوامداره فشارونو او همدغه راز د ترکیې پر حکومت باندې له فشارونو څخه وروسته، د( ترکیې) د بهرنیو چارو وزارت پرېکړه وکړه چې د جمهوریت د سفیر او د سفارت د ډیپلوماتانو ماموریت ختم کړي.»
د افغانستان سفارت په بیانیې کې د سفارت د بندېدو علت په افغانستان کې «د خلکو په خوښه د یو مشروع حکومت نه شتوالی» ښودل شوی دی.
د ترکیې حکومت لا په دې اړه په رسمي ډول څه نه دي ویلي او نه هم طالبانو څه ویلي دي.
ترکیې په کابل کې د طالبانو په حکومت کې هم خپل سفارت فعال ساتلی او همدارنګه، د مزار او هرات په ښارونو کې یې هم قونسلګرۍ پرانیستې دي.
پاکستان، چین او روسیې هغه هېوادونه دي چې د طالبانو ډیپلوماتان یې منلي او د افغانستان د سفارت چارې هغوی مخې ته وړي.