طالبان له دوه میاشتني ځنډه وروسته نن دولتي مامورینو ته معاشونه ورکوي
Feb 08, 2025 06:06 Asia/Kabul
د افغان طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د دولتي ادارو کارکوونکو ته د تنخواوو د ورکولو د پیل خبر ورکړی دی.
ښاغلي مجاهد پرون پر خپله ایکسپاڼه لیکلي چې د دولتي مامورینو تنخواوې به سر له نن شنبې څخه پیل شي.
د هغه په خبره په لومړۍ ورځ به تنخواوې د بهرنیو چارو، حج او اوقافو، د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو، سوداګرۍ او صنعت، دفاع، لوړو زده کړو، کانونو او پترولیم او مالیې وزارتونو کارکوونکو ته ورکړل شي.
ښاغلي مجاهد همدارنګه ویلي چې د نورو وزارتونو او ادارو د کارکوونکو معاشونه به په راتلونکو څلورو ورځو کې اجرا شي.
تر دې مخکې د یوشمېر دولتي ادارو کارکوونکو ویلي وو چې آن د مرغومې میاشتې تنخواوې یې هم نه دي اخیستي.
ټیګونه