لغمان ولایت کې زیاته اندازه نشه یي توکي ونیول شول
(last modified Tue, 11 Feb 2025 08:38:42 GMT )
Feb 11, 2025 13:08 Asia/Kabul
  • لغمان ولایت کې زیاته اندازه نشه یي توکي ونیول شول

د لغمان ولایت امنیې قوماندانۍ ویاند یونس یوسفزی وایي چي د کابل جلال آباد لویې لارې پولیسو د دې ولایت اړوند قرغه یي ولسوالۍ د زمګورې په سیمه کې  ۳۰کیلوګرامه خام چرس کشف او تر لاسه کړل.

نوموړی وایي چې دا چرس په یو فیلډر موټر کې په ځانګړي مهارت ایښودل شوي وو.

د لغمان امنیې قوماندانۍ ویاند وایي، د نیول شویو نشه یي توکیو په تور د هغې لیږدوونکی چې د غزني ولایت اوسېدونکی دی او غوښتل یې دا چرس ننګرهار ولایت ته ولېږدوي هم نیول شوی چې دوسیه به ېې ډېر ژر بشپړه او د وروستیو کړنو په موخه به عدلي اوقضایي ادارو ته وسپارل شي.