طالبانو د منیر اکرم څرګندونې بې‌اساسه وبللې
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i157236-طالبانو_د_منیر_اکرم_څرګندونې_بې_اساسه_وبللې
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د ملګرو ملتونو لپاره د پاکستان د سفیر منیر اکرم څرګندونې، چې ګواکي افغانستان د ترهګرو پناه‌ځای ګرځېدلی او داعش پکې جنګیالي جذبوي، “بې‌اساسه” وبللې.
(last modified 2025-02-12T04:06:53+00:00 )
Feb 12, 2025 08:33 Asia/Kabul
  • طالبانو د منیر اکرم څرګندونې بې‌اساسه وبللې

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د ملګرو ملتونو لپاره د پاکستان د سفیر منیر اکرم څرګندونې، چې ګواکي افغانستان د ترهګرو پناه‌ځای ګرځېدلی او داعش پکې جنګیالي جذبوي، “بې‌اساسه” وبللې.

 د  افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیانیه  کې ادعا کړی ده چې په افغانستان کې ناامني د پاکستان له خاورې تنظیمېږي.

که څه هم د طالبانو له واک ته رسیدو سره په افغانستان کې جګړې پای ته رسیدلي خو د داعش انتحاري او بمي بمونه لا هم دوام لري.

منیر اکرم په خپلو خبرو کې وویل چې ترهګریز بریدونه له افغانستانه تر افریقا زیات شوي دي.

دغه پاکستاني ډیپلومات وړاندیز وکړ چې نړیواله ټولنه باید د داعش پر ضد ګډ اقدامات وکړي او د ترهګرۍ د اصلي عواملو، لکه فقر، پر ضد مبارزه وکړي.