طالبانو په بامیان کې یوه ښځه په دُرو ووهله
Feb 16, 2025 09:21 Asia/Kabul
زمونږ خبریال راپور راکړی د افغانستان د طالبانو سترې محکمې خبر ورکړ چې په بامیان کې یوه ښځه په دُرو وهل شوې ده.
دغې محکمې نن په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې دغه ښځه له کوره د تیښتې په تور په دُرو وهل شوې ده.
د طالبانو د سترې محکمې په وینا، دغه ښځه پر یو کال او شپږ میاشتې بند او ۳۹ دُرو محکومه شوې ده.
د نړیوالو بنسټونو له غندلو سره سره، دا ډله د هېوادوالو صحرايي محاکمو ته دوام ورکوي.
ټیګونه