د طالبانو د حکومت پلاوی جاپان ته ځي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i157366-د_طالبانو_د_حکومت_پلاوی_جاپان_ته_ځي
تمه ده چې د طالبانو د حکومت یو جګپوړی پلاوی د لومړي ځل لپاره په یوه دیپلوماتیک سفر کې جاپان ته ولاړ شي.
(last modified 2025-02-16T23:26:40+00:00 )
Feb 17, 2025 03:54 Asia/Kabul
  • د طالبانو د حکومت پلاوی جاپان ته ځي

تمه ده چې د طالبانو د حکومت یو جګپوړی پلاوی د لومړي ځل لپاره په یوه دیپلوماتیک سفر کې جاپان ته ولاړ شي.

په دې پلاوي کې به د اقتصاد مرستیال وزیر عبداللطیف نظري هم شامل وي، چې له نړیوالې ټولنې سره د تعامل او د یو قوي، متحد او باثباته افغانستان د جوړولو هیله یې څرګنده کړې.

نظري په یوه بیان کې وویل چې هیله لري افغانستان د نړیوالې ټولنې یو فعال غړی شي.

دا به لومړی ځل وي چې په ۲۰۲۱ کال کې له واکمنېدو وروسته د طالبانو یو لوړپوړی پلاوی جاپان ته سفر کوي.

د جاپان په شمول تر اوسه هېڅ هېواد، د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.

د جاپاني رسنیو د راپورونو له مخې، د نپون فاونډېشن – چې په توکیو کې میشته عامه خیریه اداره ده – دا پلاوی جاپان ته بللی دی.

که څه هم د دې سفر دقیق جزئیات نه دي روښانه، خو تمه ده چې د طالبانو چارواکي د جاپان د حکومت له استازو سره وویني او احتمالاً د افغانستان له اقتصادي بحران سره د مرستو پر موضوع خبرې وکړي.

د طالبانو حکومت د افغان ښځو او نجونو پر وړاندې د پالیسۍ له امله تر سختو انتقادونو لاندې دي.