سیاسي تبصره: د طالبانو له خوا له امریکا څخه د تاوان غوښتنه
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i157420-سیاسي_تبصره_د_طالبانو_له_خوا_له_امریکا_څخه_د_تاوان_غوښتنه
له افغانستان څخه د امریکایي پوځي تجهیزاتو او اکمالاتو د بیرته ستنولو په اړه د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د وروستیو څرګندونو په ځواب کې، د طالبانو یوه جګپوړي چارواکي ټینګار وکړ چې واشنګټن مکلف دی چې په افغانستان کې د رامنځته شوي ویجاړۍ تاوان ورکړي.
(last modified 2025-02-18T06:45:03+00:00 )
Feb 18, 2025 11:03 Asia/Kabul
  • سیاسي تبصره: د طالبانو له خوا له امریکا څخه د تاوان غوښتنه

له افغانستان څخه د امریکایي پوځي تجهیزاتو او اکمالاتو د بیرته ستنولو په اړه د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د وروستیو څرګندونو په ځواب کې، د طالبانو یوه جګپوړي چارواکي ټینګار وکړ چې واشنګټن مکلف دی چې په افغانستان کې د رامنځته شوي ویجاړۍ تاوان ورکړي.

د افغانستان د اوبو او انرژۍ د سرپرست وزیر ملا عبداللطیف منصور په وینا، هغه تجهیزات چې د جهاد پر مهال د مجاهدینو لاس ته ورغلي وو، د افغانانو غنیمت او حق دی. هغه ټینګار وکړ چې امریکایان له یوې درنې او شرمونکې ماتې سره له افغانستانه ووتل او په نړۍ کې بدنام شول، او اوس په بې شرمۍ سره هیواد ته ګواښ کوي چې پاتې پوځي تجهیزات به بیرته واخلي.

په ۲۰۰۱ کال کې، امریکې، په دې پلمه چې طالبانو د القاعدې د تښتېدلي مشر بن لادن له سپارلو څخه انکار وکړ، په چا چې واشنګټن په امریکا کې د دوه ګوني برجونو په بریدونو کې د لاس لرلو تور لګولی و، پر افغانستان برید وکړ او د دوو لسیزو لپاره یې دغه هېواد اشغال کړ.

دا په داسې حال کښې وه چې د افغانستان خلکو پخوا د هغه وخت دوه زبرځواکونه، یعنې په نولسمه پیړۍ کې بریتانیا او په شلمه پیړۍ کې شوروي اتحاد، په بشپړه ماتې او ذلت سره له خپل هیواد څخه وشړل. هغه برخلیک چې امریکا هم په یوویشتمه پیړۍ کې ورسره مخ شوه. داشان چې امریکا له افغانستانه په بشپړ بې مسؤلیتۍ او د ماتې په منلو سره وتښتېده.

خو مهمه پوښتنه دا ده چې د افغانستان د خلکو لپاره د امریکې او د اروپايي هیوادونو او په ناټو کښې یې د انډیوالانو له خوا د دې هیواد د دوو لسیزو د نیواک نتیجه څه وه؟ د ترهګرۍ پراختیا، د کوکنارو د کښت پراختیا او د ډول ډول نشه ایزو توکو تولید او همداشاني په افیمي موادو د ځوانانو ککړول چې ویل کیږي د افغانستان له دریو میلیونو زیات خلک په مختلف قِسمه مخدره موادو روږدي شوي دي. له دې نه علاوه د یورانیمو او سپینو فاسفورسو د لرونکو بمونو په شان د ډول ډول ممنوعه بمونو او چاودونکو موادو د استعمال په وجه د افغانستان د ژواک چاپیریال په تیره بیا د کرهڼیزو ځمکو ککړیدل شامل دي چې د افغانستان د خلکو په روغتیا باندې یې څرمنې د کینسر په شان خرابونکې اغیزې کړې دي. دا په افغانستان کښې د امریکې او د هغې د انډیوالانو د دوو لسیزو د جنایتونو د آثارو یوازې یوه برخه ده او د کرهڼیزو، تولیدي او صنعتي بیخ بناو په نابودۍ سره د بې وزلۍ او لوږې زیاتیدل هم پرې ورزیاتیږي.

په دې حال کښې د امریکې تیر ولسمشر جوبایډن د افغانستان د خلکو د یو میلیارډ ډالره پانګې په مصادره کولو سره د دغه هیواد اقتصاد ته سخت زیان ورسوه. په داشان حالاتو کښې د طالبانو له نظره په افغانستان کښې د امریکې د پاتې تجهیزاتو غوښتنه، یو ډول سپین سترګې توب او مخته تیښته ده. دا په داسې حال کښې دي چې امریکا باید پر ذکر شویو مواردو سربیره، په افغانستان کښې د ملکي خلکو د وژلې په شان د بیشمیره جنایتونو په وړاندې د دغه هیواد د خلکو تاوان ورکړي. د امریکايي ځواکونو له خوا د ساعت تیري لپاره د خلکو وژل، د خلکو کورونو ته ورننوتل او د مسلمانانو د مقدس کتاب سوځول داسې کارونه وو چې د افغانستان خلکو ته یې نه جبیره کیدونکې نفسیاتې زیان رسولی دی.

په هر حال، د ویتنام په جنګ کښې له ماتې وروسته په افغانستان کښې د امریکې ماتې لامل شوه چې جنایتکاره امریکايي ځواکونه په قهر سره او د افغانستان له خلکو د غچ اخیستو په موخه په دغه هیواد کښې په پراخ وراني لاس پورې کړي.

په هم دې وجه طالبان د واشنګټن له خوا د ګرَمې او تاوان د ورکولو غوښتونکي دي. په حقیقت کښې د افغانستان د نیواک په دوو لسیزو کښې لویدیځ په تیره بیا امریکې وښودله چې د دغه هیواد د خلکو سر او مال ورته هیڅ ارزښت او اهمیت نه لري او لاهم دغه غیرانساني سیاست ته دوام ورکوي.

*/*/*/*/*