شهید سید حسن نصر الله په دنیا کښې یو کاریزماټیک شخصیت و
(last modified Mon, 24 Feb 2025 23:36:09 GMT )
Feb 25, 2025 04:06 Asia/Kabul
  • شهید سید حسن نصر الله په دنیا کښې یو کاریزماټیک شخصیت و

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د افغانستان یوه سیاسي کارپیژاندي «محمد اکرم عارفي» د لبنان د حزب الله د ارواښاد مشر د جنازې مراسمو ته په غبرګون کښې ټینګار وکړ شهید سید حسن نصر الله د دنیا په سویه د یوه محبوب او کاریزماټیک شخصیت په توګه وپیژندل شو.

هغه وویل شهید سید حسن نصر الله یو بې ساری شخصیت و او له څو میاشتو وروسته د  هغه د جنازې مراسم  او  خاورو ته سپارل دنیا ته دغه پیغام رسوي چې له خپل مشر سره د خلکو رابطه هماغه راز پایداره ده او د لبنان د ټولنې لپاره د حسن نصر الله کړنلاره او رودې د احترام وړ  دي او هغه ارښمنې پاتې کیږي.

د افغانستان دغه سیاسي شناند او د پوهنتون استاد محمد اکرم عارفي وویل شهید نصر الله یو معتدل شخصیت و او تل یې له افراط او تفریط او له کار څخه له ځان پټولو ډډه کوله.

هغه په دې خبرې سره چې شهید نصر الله په نړیوال ډګر کښې اسلامي څیره او په ټوله دنیا کښې د مسلمانانو د وحدت بیرغوال و ټینګار وکړ د مقاومت سید تل د صهیونیسټ رژيم په مقابل او د نړۍ او د سیمې د مهمو او حیاتي مسائیلو په هکله پریکنده او جدي عمل کاوه.

محمد اکرم عارفي ټینګار وکړ د شهید نصر الله د جنازې مراسم په لبنان او د نړۍ په سویه د نصر الله په نورو پلویانو کښې د هغه د  محبوبیت ، ځایګي او د عظمت ښودنه کوي.