افغانستان کښې د ملي یووالي په ساتنې د شیعیانو ټینګار
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i157752-افغانستان_کښې_د_ملي_یووالي_په_ساتنې_د_شیعیانو_ټینګار
کابل کې د اهل تشیع زرګونو علماوو، مخورو او شخصيتونو د يوې غونډې په ترڅ کې په افغانستان کې د ملي یووالي په پیاوړتیا ټينګار وکړ او د طالبانو له سرپرست حکومت څخه يې خپل کلک ملاتړ څرګند کړ.
(last modified 2025-02-27T21:03:37+00:00 )
Feb 28, 2025 01:30 Asia/Kabul
  • افغانستان کښې د ملي یووالي په ساتنې د شیعیانو ټینګار

کابل کې د اهل تشیع زرګونو علماوو، مخورو او شخصيتونو د يوې غونډې په ترڅ کې په افغانستان کې د ملي یووالي په پیاوړتیا ټينګار وکړ او د طالبانو له سرپرست حکومت څخه يې خپل کلک ملاتړ څرګند کړ.

دا غونډه د اهل تشیع عالي کمېسیون له لور د لویې جرګې په تالار کې جوړه شوې وه چې يو شمېر لوړ پوړو دولتي چارواکو هم برخه پکې اخيستې وه.

غونډې ته د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر وويل هغو ملتونو چې خپل منځی اتحاد او یووالی یې ساتلی، په ډېره اسانۍ لویو موخو ته رسېدلي دي.

نوموړي ټینګار کړی، چې افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور او له یو شان حقوقو څخه برخمن دي.

په افغانستان کښې د طالبانو ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال له خلکو غوښتي، چې د دښمنانو په تبلیغاتو باور ونه کړي، ځکه هغوی د سني او شیعه ترمنځ د تفرقې اچولو لپاره منفي پروپاګندا کوي او له دې څخه یوازې د خپلو شومو موخو لپاره استفاده کوي.

ملا برادر زیاته کړې، پکار ده چې خپل منځی اتحاد او یووالی وساتو، له ټولو اختلافاتو تېر شو او خپل فکر او انرژي د هېواد پر ابادۍ او سوکالۍ مصرف کړو.

همدارنګه د شيعه علماوو ډ ټولنې معاون محمد اکبري وويل چې موږ بايد لاسونه سره ورکړو، تر څو افغانستان اباد او له نړۍ سره يې سيال کړو.

هغه د افغانستان د ۲۱ ولايتونو له شيعه ګانو چې مشرانو يې په غونډه کې ګډون درلود غوښتنه وکړه چې له سرپرست حکومت سره اوږه په اوږه ودريږي او د افغانستان په ابادۍ کې خپل رول ولوبوي.

ښاغلي اکبري زياته کړه له هيواده بهر ځینې کړۍدافغانستان په اړه غونډې کوي اودافغانستان په برخليک غږيږي مونږ وايو، دغه غونډې دافغانستان په خير نه دي هر څوک چې دافغانستان په برخليک غږيږي بايد افغانستان په داخل کې وغږيږي او هغوی چې په بهر کې دغه خبرې کوي،هيڅ حق نه لري.

غونډې ته د اهل تشيع په استازيتوب سید حسن فضل زاده وويل لکه څنګه چې افغانان د اشغال پر وړاندې سره یو ځای شوي، موږ باید د قومي او سمتي شعارونو پر ځای په اسلامي ورورولۍ تکیه وکړو.

نوموړي زياته کړه دا ملت تر هغه ملت نه شي جوړیدای تر څو چې پښتون له هزاره، هزاره له تاجک، تاجک له ازبکو او ټول قومونه له یو بل نه دفاع او لاسونه سره یو نه کړي.

سیاسي شخصیت ډاکټر جعفر مهدوي وويل د افغانستان دښمنان غواړي دلته بې ثباتي رامنځته کړي، خو افغانان بايد خپل يووالی وساتي افغانانو څخه غواړم او اوسنيو واکمنو ملاتړ وکړي.

سرپرست حکومت په افغانستان کې د امنیت د تامین ترڅنګ د سیاسي ثبات او ملي یووالي د ساتنې لپاره خپل ټول توان پکار اچولی دی.

دا لویه غونډه د « کمیسیون عالی شیعیان افغانستان » لخوا جوړ شوې وه، چې د سرپرست حکومت د مسؤلینو په ګډون زرګونه اهل تشیع علماوو ، مشرانو او د بېلابېلو ولايتونو استازو پکې برخه اخيستې وه.

ویناوالو له اسلامي نظام څخه خپل ملاتړ څرګند او د ملي وحدت پر ساتنه یې ټینګار وکړ.