امریکا د دوحیې تړون ته ژمن نه دی پاتې شوی
(last modified Sat, 01 Mar 2025 02:55:25 GMT )
Mar 01, 2025 07:25 Asia/Kabul
  • امریکا د دوحیې تړون ته ژمن نه دی پاتې شوی

د افغان طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د طالبانو او امریکا ترمنځ د دوحې تړون د لاسلیک د پنځمې کلیزې په مناسبت ویلي، د افغانستان ښه راتلوونکي ته هیله مند یو، خو امریکا د دوحیې د تړون ژمنو ته ژمن نه دی پاتې شوی.

هغه له یوې رسنۍ سره په مرکه کې ویلي، طالبان د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره ډیپلوماتیکي اړیکو د پیاوړتیا په حال کې دي او سیاسي تعاملات له بېلابېلو هېوادونو سره پراخېږي، چې دا بهیر به همداسې دوام وکړي.

د طالبانو ویاند همدا راز د دوحې تړون ته اشاره وکړه او ویې ویل چې د امریکا متحده ایالات په دې تړون کې خپلو ژمنو عملي کولو ته ژمنه نده پاتې شوي.

د یادونې وړده چې له پرون څخه ۵ کاله وړاندې د کب په لسمه د امریکا او طالبانو ترمنځ تړون لاسلیک شو، چې ګڼ شمېر برخې یې لا تر اوسه ګونګي پاتې دي.