په افغانستان کې پاتې شوي امریکايي تجهیزات جنګي غنیمت دي
د طالبانو ویاند ذبیح ا... مجاهد ویلي، په افغانستان کې له طالبانو پاتې شوي وسلې او تجهیزات جنګي غنیمت دي.
نوموړي د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ څخه غوښتي چې د افغانستان په اړه له احساساتي خبرو ډډه وکړي او د دغه هېواد په اړه بشپړ معلومات ترلاسه کړي.
ذبیح ا... مجاهد په بګرام اډه کې د چینایانو شتون هم رد کړ او وویل چې دغه اډه د دوی په واک کې ده.
مجاهد له ازبکستان څخه هم غوښتي چې د افغانستان پاتې هلیکوپټرې دوی ته وسپاري.
هغه زیاته کړې چې یو شمېر هېوادونه د امریکا له امله له طالبانو سره خپلې اړیکې په رسمي ډول نه دي اعلان کړي، خو له دې ډلې سره په اړیکه کې دي، خو هغه د دغو هېوادونو نومونه نه دي په ډاګه کړي.
دا په داسې حال کې ده چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په خپلو ویناوو کې درې ځله په افغانستان کې پاتې شویو وسلو ته اشاره کړې او ټینګار یې کړی چې بیرته به یې تر لاسه کړي.