طالبان: د یوناما ماموریت اغېزناک نه و
د طالبانو ویاند ذبیح ا...مجاهد وايي، چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی پلاوي (یوناما) ماموریت اغېزناک نه و.
مجاهد رسنیو ته په یوه لېږلي پیغام کې ادعا کړې چې یوناما ملګرو ملتونو ته د طالبانو په تړاو ناسم راپورونه او معلومات ورکړي دي.
هغه زیاته کړې: «په افغانستان کې د امنیت او ټیکاو د پرمختګونو په تړاو هېڅکله د یوناما له خوا ملګرو ملتونو ته راپور نه دی ورکړل شوی.»
د طالبانو ویاند زیاته کړې چې یوناما تل هڅه کړې چې د دې ډلې په اړه منفي موارد نړیوالې ټولنې ته وړاندې کړي.
دا په داسې حال کې ده، چې یوناما په خپلو راپورونو کې له زده کړو او کاره د افغان نجونو او ښځو د محرومیت یادونه کړې او د طالبانو له خوا یې د بشري حقونو سرغړونې را برسېره کړې دي.
د یادونې وړ ده، چې په افغانستان کې د یوناما ماموریت د روان زېږدیز کال د مارچ پر۱۷مې پای ته رسیږي او احتمال شته چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له خوا یې موده وغځول شي.
طالبانو پر افغانستان تر واکمنېدو وروسته، په افغانستان کې په پراخه توګه بشري حقونه نقض کړي دي.