د داعش ځالې په پاکستان کې دي
(last modified Wed, 05 Mar 2025 10:15:55 GMT )
Mar 05, 2025 14:45 Asia/Kabul
  • د داعش ځالې په پاکستان کې دي

د افغان طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د کابل هوایي ډګر د برید پلانوونکي نیول کېدل واضحه کړل، چې د داعش ځالې په پاکستان کې دي.

نوموړي د پاکستان د لومړي وزیر شهباز شریف او د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د هغو څرګندونو په غبرګون کې چې د کابل هوايي ډګر د برید د طراح د نیولو په اړه یې کړې وې، وویل: د دغه کس نیول په پاکستاني خاوره کې د داعش د ځالو شتون ښيي.

هغه زیاته کړه چې دا اقدام په پاکستان کې د ترهګرو ډلو د شتون او فعالیتونو یو بل ثبوت دی.

له دې وړاندې، د پاکستان لومړي وزیر ادعا کړې وه چې د کابل هوايي ډګر د برید طراح، چې د پاکستاني ځواکونو لخوا نیول شوی، د داعش غړی او د افغانستان تبعه دی.

د متحده ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم په کانګرس کې خپلې وینا کې وویل چې د کابل هوايي ډګر د برید طراح د پاکستان په همکارۍ نیول شوی او اوس امریکا ته د لېږد په حال کې دی.