یوناما په افغان ښځو او نجونو باندې پر پانګونې ټینګار وکړ
Mar 08, 2025 09:30 Asia/Kabul
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي دفتر (یوناما) د ښځو د نړیوالې ورځې په مناسبت پر افغان ښځو او نجونو د پانګونې غوښتنه کړې ده.
یوناما نن په یوه خبرپاڼه کې یو ځل بیا له طالبانو غوښتي چې پر ښځو او نجونو لګول شوي ټول محدودیتونه لېرې کړي.
یوناما د سږ کال شعار «حق، برابري او د ښځو ځواکمنتیا» ټاکلی او ټینګار یې کړی چې طالبانو ښځې له زدهکړو او ټولنیز ژونده محرومې کړې دي.
یوناما له نړیوالې ټولنې غوښتنه کړې چې د شعارونو پر ځای عملي اقدامات وکړي او له افغان ښځو سره خپل پیوستون پیاوړی کړي.
طالبانو پر افغانستان تر واکمنېدو وروسته ښځې له بنسټیزو حقونو لکه زدهکړو، کار او فردي ازادیو محرومې کړې دي.
ټیګونه