د زده کړو حق د مذاکرې وړ نه دی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i158020
له زده کړو د افغان نجونو له څه باندې درې کاله محرومیت وروسته، د ملګرو ملتونو ښوونیز او کلتوري سازمان(یونسکو) وایي چې د زده کړو حق د مذاکرې وړ نه دی.
(last modified 2025-03-09T01:58:11+00:00 )
Mar 09, 2025 06:25 Asia/Kabul
  • د زده کړو حق د مذاکرې وړ نه دی

له زده کړو د افغان نجونو له څه باندې درې کاله محرومیت وروسته، د ملګرو ملتونو ښوونیز او کلتوري سازمان(یونسکو) وایي چې د زده کړو حق د مذاکرې وړ نه دی.

دغه سازمان پرون د کب پر ۱۸مه د ښځو د نړیوالې ورځې په مناسبت ویلي چې په افغانستان کې ۱.۵ میلیونه نجونې له منځینو زده‌کړو بې‌برخې شوې دي.

یونسکو ټینګار کړی که دا محدودیتونه تر ۲۰۳۰ کال دوام وکړي، نو ۴ میلیونه نجونې به زیانمنې شي.

دغه سازمان پرون هم په پاریس کې د افغان ښځو په اړه یوه غونډه جوړه کړې وه.

ټاکل شوې چې یونسکو په نږدې راتلونکي کې د افغان ښځو د ملاتړ لپاره یوه بله لویه غونډه هم جوړه کړي.

طالبانو پر افغانستان تر واکمنېدو وروسته، ښوونځیو او پوهنتونونو ته د نجونو پر تګ بندیز لګولی دی.