په افغانستان کې د اپیمو د یو کیلو بیّه۷۵۰ ډالره دی
د افغانستان د طالبانو حکومت په دغه هیواد کې له واکمنیدو وروسته د کوکنارو پر کر بندیز لګولی دی
زمونږ خبریال د خبرو افغان سرچینو له قوله راپور راکړی،د ملګرو ملتو دنشه ایزو موادو او جرمونو اداره( یو این او ډي سي) وائي،۲۰۲۴ کال کې په افغانستان کې د اپیمو د یو کیلو قیمت اووه سوه پنځوس امریکایي ډالرو ته ورسیده.
یو این او ډي سي مسئولانو پرون په جینوا کې د یوې غونډې پرمهال چې په افغانستان کې د نشه اي توکو موضوع ته ځانګړې شوې وه دا خبر هم ورکړ چې په افغانستان کې د طالبانو له لورې د کوکنارو پر کښت تر بندیز مخکې مودې په پرته دا قیمت لس برابره لوړ دی. په دوه زره دوه ویشتم کال کې یو کیلو تریاک په افغانستان کې په پنځه اویا امریکایي ډالره خرڅیدل.
د ملګرو ملتو د نشه ایزو موادو او جرمونو د ادارې د راپور له مخې د کوکنارو د کښت تر بندیز وروسته د اپیمو قاچاق کم شوی دی، خو دې ادارې په ورته وخت کې دا اندیښنه څرګنده کړې ده چې د تریاکو لوړ قیمت د دې سبب شوی دی چې لاهم په افغانستان کې له دې درکه قاچاق کوونکي ډیره ګټه ترلاسه کړي. دې ادارې په خپل راپور کې دا ویلي دي چې په دوه زره دوه ویشتم کال کې د افغانستان د زیرمه شویو تریاکو اندازه دیارلس زره دوه سوه ټنه اټکل شوې وه چې ویل کیدل تر دوه زره اووه ویشتم کال پورې دا زیرمه د بازار غوښته پوره کولی شي.
په افغانستان کې ځیني بزګران وایي چې طالبانو سره له دې چې ژمنه ئې کړې وه پخواني زیرمه شوي اپیم به نه مصادره کوي خو دوی داسې نه کوي.