ناروې د افغانستان سفارت طالبانو ته وسپاره
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i158336-ناروې_د_افغانستان_سفارت_طالبانو_ته_وسپاره
طالبانو ویلي چې ناروې د دوي ډیپلومات منلی او په اوسلو کې به د افغانستان سفارت ډېر ژر خپل فعالیتونه بیا پیل کړي.
(last modified 2025-03-22T23:41:46+00:00 )
Mar 23, 2025 04:08 Asia/Kabul
  • ناروې د افغانستان سفارت طالبانو ته وسپاره

طالبانو ویلي چې ناروې د دوي ډیپلومات منلی او په اوسلو کې به د افغانستان سفارت ډېر ژر خپل فعالیتونه بیا پیل کړي.

د فارس خبري اژانس په لیکنه، طالبانو په ناروې کې د افغانستان په سفارت کې د خپل استازي د ټاکلو اعلان وکړ.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي چې د ناروې په پلازمینه اوسلو کې به قونسلګري خدمات پیل شي او د افغانستان سفارت به خپل فعالیت ته دوام ورکړي.

طالبانو رسنیو ته تاییده کړې چې ناروې نجیب ا... شیرخان د افغانستان په سفارت کې د دوی د ډلې د شارژدافیر په توګه منلی دی.

خو ناروې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.